عراق د تکریت ښار د بیرته نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړل

د عراق اردو د داعش د منګولو نه د تکریت او موصل د ښارونو د بیرته نیولو په خاطر د پیل کړو پراخه عملیاتو په لړ کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

245965
عراق د تکریت ښار د بیرته نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړل

د عراق اردو د داعش د منګولو نه د تکریت او موصل د ښارونو د بیرته نیولو په خاطر د پیل کړو پراخه عملیاتو په لړ کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
بعضې سرچینو ویلي دي چې د عراق اردو د پخواني ولسمشر صدام پلرنی ښار تکریت په کامله توګه محاصره کړې او په لوی احتمال سره چې د ۴۸ ساعتونو په دننه کې د داعش د منګولو نه وژغورل شي.
ویل کیږي په تکریت کې د نوموړو عملیاتو په لړ کې څه باندې سل تنه چې د داعش لخوا اسیر نیول شوي وو ژغورل شوي دي.
د عراق اردو دا پراخه عملیات د ۳۰ زرو تنو سرتیرو سره پيل کړي دي . ویل کیږي یو زیات شمیر رضاکاره سرتیرو هم پدې عملیاتو کې ګډون کړی دی.
د بله پلوه د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د بهرنیو عملیاتو قومندان قاسم سلیمان هم په عملیاتو کې د ګډون په موخه عراق ته رسیدلی دی .
د عراق د انبار په ولایت کې د داعش د ډلې د ۱۹ تنو غړیو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
ترکیې دوه الوتکې نظامي مرستې عراق ته استولي دي . همداشان استرالیا ویلي دي چې ۳۰۰ تنه نور سرتیري به د عراق شمال ته واستوي.
د استرالیا سرتیری به د نوي زیلاند د سرتیرو سره په ګډه د تاجي په عسکري هډه کې عراقي سرتیري وروزي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه