داعش د حضرت عمر رض لخوا بنسټ ایښودل شوی جومات والوزو او شهید کړ

226547
داعش د حضرت عمر رض لخوا بنسټ ایښودل شوی جومات والوزو او شهید کړ

د داعش ډلې تیره ورځ د عراق د الانبار په ښار کې تر ټولو تاریخي جومات په بم والوزو او شهید کړ.
دې جومات د الانبار د ښار د البغدادي د سیمې تر څنګ موقعیت درلود.
د الانبار د ښار د ولایتي شورا د مطبوعاتو ویاند سلیمان الکبیسي نن خبري رسنیو ته وویل چې د داعش ډلې پرون د مازیګر په ساعتونو کې مسجد الفاروق چې
د عمر بن خطاب په نامه هم مشهور وو او د سیمې تر ټولو تاریخي جومات وو په بمونو والوزو او شهید کړ.
نوموړي وویل چې دې جومات د الانبار ولایت د البغدادي د سیمې تر څنګ د رامادي د ښار په ۹۰ کیلومترۍ کې موقعیت درلود.
الکبیسي د العربیه خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي دي چې دا جومات د سیمې تر ټولو تاریخي جومات وو چې بڼسټ يي پخپله د اسلام د دویم خلیفه حضرت عمر رض په دوران کې ایښودل شوی وو چې وروسته بیا د مسلمانانو لخوا ورته وسعت ورکړ شوی وو.
ددینه وړاندې د عراق د ګرځندوی او تاریخي اثارو د وزارت یو تن چارواکي حسین قیس خبري رسنیو ته ویلي وو چې د داعش ډلې په عراق کې تر اوسه پورې تر اوسه پورې ۲۸ تاریخي مکانونه چې ددوی په منځ کې جوماتونه ، کلیسې، دیني مکانونه او قبرونه شتون لري په بمونو الوزولي دي.
نوموړي ویلي وو چې دا د عراق په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پدې اندازه تاریخي اثار يي له منځه وړل کیږي.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه