د اسد پلوي ځواکونو ۸۲ تنه ژوندي سوځولي دي

224937
د اسد پلوي ځواکونو ۸۲ تنه ژوندي سوځولي دي

د سوریې د رژیم پلوي ځواکونو ۸۲ تنه ژوندي وسوځول.
د العربیې د خبر له مخې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په جینیوا کې دی په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار د سازمان سره په ګډه په یو خپور کړي راپور کې ویلي دي چې د اسد پلوي ځواکونو لږ تر لږه ۸۲ تنه چې ۴۷ تنه يي ملکي وګړي وو چې د دوې له جمع نه ۱۸ تنه ماشومان دي ژوندي سوځولي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د اسد پلوي ځواکونو ددې سربیره ۷۷۳ تنه مړي د وژلو نه وروسته سوځولي دي . د اسد ځواکونو د کار د غچ اخیستو او د مخالفینو د ډارولو په خاطر کړی دی .
په راپور کې راغلي دي چې د اسد د ځواکونو دا جنایتونه د نړۍوالو مطبوعاتو لخوا د نه خپریدو له امله پټ پاتې دي. د اسد ځواکونه د دا ډول جنایتونو د ترسره کولو نه وروسته پرې پرده اچوي .
ویل کیږي دا راپور د داعش لخوا د اردني پیلوټ معاذ الکساسبه د ژوندي سوځولو د پيښې نه وروسته جوړ شوی دی .
په راپور کې راغلي دي چې د اسد د ځواکونو لخوا د خلکو ژوندي سوځول او یا د مړو سوځول د پلان د مخې ترسره کیږي . د اسد ځواکونه دا جنایتونه په مختلفو ښارونو کې ترسره کوي.
په راپور کې ویل شوي دي چې تر ټولو ډیر د حماه په ښار کې انسانان ژوندي سوځول شوي دي. د اسد پلوي ځواکونو د حماه په ښار کې ۳۸ تنه ژوندي سوځولي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د اسد پلوي ځواکونه د تیرو څو کلونو راهیسې د انسانانو د ژوندي سوځولو جنایتونه ترسره کوي او پرده پرې اچوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه