داعش د مصري قبطيانو د وژلو ويډيو خپره كړه.

دا ويډيو چې د ترهګرې ډلې د يوې وېبپاڼې لخوا خپره شوې ده پكې د هغو مصري قبطيانو نه د سرونو د غوڅولو شېبې ښودل كيږي چې د ساحل پر غاړه په ګونډو شوي دي.

295273
داعش د مصري قبطيانو د وژلو ويډيو خپره كړه.


په لېبيا كې د داعش ترهګرې ډلې د ۲۱ تنو مصري قبطيانو نه د سرونو د غوڅولو يوه ويډيو خپره كړه.
دا ويډيو چې د ترهګرې ډلې د يوې وېبپاڼې لخوا خپره شوې ده پكې د هغو مصري قبطيانو نه د سرونو د غوڅولو شېبې ښودل كيږي چې د ساحل پر غاړه په ګونډو شوي دي.
په ويډيو كې يو تن چې د تورو جامو لرونكو اورپكو ترمېنځ ولاړ دى په انګليسي ژبه د دوى په اړه معلومات وركوي او د مصر حكومت ته ګواښ كوي چې بريدونه به پرې پيل كړي. وروسته په ګډه د ۲۱ تنو برمته شوو نه سرونه غوڅيږي. ويډيو د لېبيا پلازمېنې طرابلس ته څېرمه د بحر پر غاړه ډګه شوې ده.
د مصر دولت د پېښې له امله په هېواد كې ۷ ورځې ماتم اعلان كړ. په مصر كې د اورتودوكس كليسا ددې هېواد د الشرق الاوسط خبري آژانس ته وويل چې وژل شوي كسان هغه ۲۱ تنه قبطيان دي چې لېبيا ته د كار كولو لپاره تللي ول او بيا وروسته د داعش لخوا ونيول شول.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د نظامي شورا په ګډه غونډه كې په لېبيا كې د داعش پر مورچلونو باندې د هوايي بمبارۍ پرېكړه وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه