د محمد مرسي د محاکمې بله جلسه د فبروري ۹ نیټه ته وځنډول شوه.

د محمد مرسي محاکمه دوام لري

212718
د محمد مرسي د محاکمې بله جلسه د فبروري ۹ نیټه ته وځنډول شوه.

د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي چې د کودتا په پایله کې له واکه لرې او زنداني کړې شو ، د محاکمې بله جلسه د فبروري ۹ نیټه ته وځنډول شوه.
د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي د ۱۳۰ تنو نورو سره په زندانونو د چاپې اچولو په تور تیره ورځ یو ځل بیا په محکمه کې حاضر کړی شول.
د تیرې ورځې د محاکمې د جلسې په چوکاټ کې د محمد مرسي د مدافع وکیل ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، پدې وروستیو کې په هیواد کې رامنځته کیدونکو ټولو پیښو، بریدونو او چاودنو پړه په اخوان المسلمین اچول کیږي چې دا د اخوان المسلمین پر خلاف د روان کمپاین یوه برخه ده . اخوان المسلمین د نوموړو بریدونو او چاودنو سره هیڅ کوم تړاو نلري.
همداشان قاضي د محمد مرسي نه پوښتنه وکړه چې ً په مصر کې د اوسپنیزو ساچمو او بمي بریدونو په اړه څه معلومات لرۍ ؟ ً محمد مرسي په ځواب کې وویل ! نن ورځ په هیواد کې د بې ګناه انسانانو وژونکي او د رابعه العدویه په میدان کې د زرګونو تنو وژونکي عینې انسانان دي. ددوې ترمنځ کوم فرق شتون نلري.
قاضیانو د محاکمه راتلونکې جلسه د فبروري ۹ نیټې ته وځنډوله.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته د اګست په ۱۴ امنیتي ځواکونو د رابعه العدویه په میدان کې په زرګونو تنو د مرسي پلویان ووژل .


پيوندونه:

اړوند خبرونه