د اردن پاچا داعش ته ګواښ وکړ

د اردن پاچا په داعش غږ وکړ چې زموږ د شهید پيلوټ معاذ وینه به عبس نشي

212010
د اردن پاچا داعش ته ګواښ وکړ

د اردن پاچا عبدالله د داعش ډلې ته د اردني پیلوټ د وژلو نه وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ. د اردن پاچا په داعش غږ وکړ چې زموږ د شهید پيلوټ معاذ وینه به عبس نشي. اردن به ددې لوی ستر جنایت غچ خامخا اخلي.
د یادولو وړ ده چې د اردن پاچا عبدالله د داعش لخوا د اردني پيلوټ د وژلو پر مهال په امریکا کې وو چې ددې پرمختګ نه وروسته يي خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستون شو.


د اردن د شاهۍ ماڼۍ د عالي دیوان د څرګندونو له مخې پاچا عبدالله د داعش د ترهګریزې ډلې لخوا د اردني پيلوټ معاذ د وژلو نه وروسته هیواد ته د راستنیدو سره سم په پلازمینه عمان کې د اردن په عمومي قرارګاه کې د لوړپوړو عسکري چارواکیو سره لیدنه وکړه.
په څرګندونو کې راغلي دي چې پاچا عبدالله پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د شهید معاذ وینه به عبس نشي او انشالله چې ددې ستر جنایت ترسره کوونکو ته به سخت ځواب ووایو.
پاچا عبدالله وویل چې د داعش ترهګریزه ډله یواځې زموږ سره نه بلکې د اسلام د مبارک دین او اسلامي ارزښتونو سره جګړه کوي. موږ باید ددوې په مقابل کې د خپلې عقیدې، اسلامي او بشري ارښتونو نه د دفاع په خاطر قوي مبارزه وکړه. د همدې امله وایم چې باید ډیره قوي مبارزه او جګړه وکړو.


د داعش په څیر د مجرمینو پر وړاندې باید تل ویښ اوسو او هغوې ته باید په خپلو ځالو کې ددې جنایتونو ځواب ووایو.
په اردن کې د نورو دینونو لارویانو هم د داعش لخوا د وژل شوي پیلوټ په خاطر دعاګانې وکړې.
د حماس ډلې هم د داعش لخوا ژوندی د اردني پیلوټ سوځول په کلکه توګه وغندل.
د حماس د ډلې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ناوړه عمل په کلکه توګه غندو. حماس ویلي لکه څرنګه چې د اردني پيلوټ وژل په کلکه توګه غندو همداشان د نړۍ په هر ګوډ کې د هر بې ګناه مسلمانان وژل او پر هغوې بریدونه غندو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه