د سعودي عربستان پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزیز ومړ
۹۱ کلن شاه عبدالله په تیرو دوو کلونو کې ۴ جلا جلا عملیاته ترسره کړي وو.
د سعودي عربستان پاچا شاه عبدالله بن عبدالعزیز ال سعود د ورپیښې شوې ناورغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
د سعودي د پاچا شاه عبدالله جنازه به نن په پلازمینه ریاض کې خاورو ته وسپارل شي.
د شاه عبدالله د مړینې نه سمدلاسه وروسته د هغه ورور شاه ۷۸ کلن شهزاده سلمان د پاچاهۍ په تخت کیناست. د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د مطبوعاتي دفتر لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې شاه عبدالله بن عبدالعزیر د جنوري په دریمه نیټه د ورپیښې شوې ناورغۍ له امله په روغتون کې بستر او لنډه موده وروسته يي روغتیایي حالت ښه پسې خراب شو. شاه عبدالله د څو ورځو راهیسې د ماشینونو په ذریعه ژوند کولو چې ژوند يي د لاسه ورکړ.
۹۱ کلن شاه عبدالله په تیرو دوو کلونو کې ۴ جلا جلا عملیاته ترسره کړي وو.
د یادولو وړ ده چې شاه عبدالله په ۲۰۰۵ کال کې د شاه فهد د مړینې نه وروسته د سعودي عربستان د پاچا په توګه وټاکل شو. شاه عبدالله په ۲۰۱۲ کال کې شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د ولیهد شهزاده په توګه معرفي کړ.
د شاه عبدالله د مړینې نه وروسته لومړی د امریکا ولسمشر بارک اوباما د تسلیت پیغام خپور کړ.
اوباما په خپور کې د تسلیت په پیغام کې د شاه عبدالله د مړینې له امله د سعودي عربستان خلکو او شاهي کورنۍ ته ډاډګیرنه وړاندې کړې او شاه عبدالله نه يي ستاینه کړې ده . اوباما د امریکا او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د شاه عبدالله د مهم رول نه یادونه کړې ده .
د ویلو ده چې د سعودي عربستان د پاچا شاه عبدالله د مړیني له امله په اردن کې ۴۰ ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی . د اردن د شاهي کورنۍ د دیوان لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د اردن پاچا چې د داوس په غونډه کې د ګډون په خاطر په سویس کې دی خپل سفر په نیمايي کې پرې کړی او سعودي عربستان ته روان شوی دی.