شهیدې لور ته د زیږیدنې د کلیزې په ورځ د مور لیک

170206
شهیدې لور ته  د زیږیدنې د کلیزې په ورځ د مور لیک

د اخوان المسلمین د مشرانو نه د محمد بیلتاجي میرمن ، د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه د عسکري کودتا نه وروسته د رابعه العدویه په میدان کې د شهیدې شوې خپلې ۱۷ کلنې لور اسماء بیلتاجي د زیږیدو د کلیزې له امله لیکلی لیک خپور شو.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې په لومړني ولسمشر محمد مرسي د کودتا نه وروسته ، د رابعه العدویه په میدان کې په زرګونو تنه د ډیموکراسۍ او ازادۍ پلویان ، په ډیره بې رحمانه او وحشیانه ډول سره په شهادت ورسول شول. د رابعه العدویه قتل عام چې د مصر د اردو لخوا ترسره شو پدې نږدې تاریخ کې تر ټولو لوی او خونړیز قتل عام بلل کیږي.
نن په مصر کې د کودتاچي نظام پر خلاف د مقامت د سمبول اسماء بیلتاجي چې د شهادت له امله يي ټولې نړۍ ژړلې وو د زیږیدو کلیزه ده. د اسماء مور نن د یو لیک په واسطه د خپلې لور حسرت او غم بیان کړ.


د اسماء مور خپلې لور ته په خطاب کې په لیک کې داسې لیکلي دي ! ګرانې لورې ډیره درپسې خفه شوې یم. پوهیږم چې شهادت یو ډیر ستر مقام او منزلت دی، ډیره لوړه مرتبه لري.

دا چې الله تبارک و تعالی داسې یوه ستره مرتبه او منزلت ستا په نصیب کړ ډیره خوشحاله یم خو څه وکړم ستا د جدايي طاقت هم ډیر ګران دی . الله ته تل دعا کوم چې ماته صبر راپه برخه کړي. که رښتا ووایم د ژوند په خوند او دا چې ژوند څه معنا لري او مرګ څه خوند لري پدې ټولو ستا له برکته پوه شوې یم.

کله چې ستا د ژوند د طرز، هدف او لیدلوري په اړه چې کله فکر کوم نو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دا حدیث شریف رایادیږي.

هر هغه څوک چې د اخرت په اړه اندیښنه ولري د شپې مساپرت ته وځي . زما په اند ته هم دغه مساپرت ته وتلې يي، تر ټولو د سترې مرتبې مساپرت د شهادت مساپرت ته .


پيوندونه:

اړوند خبرونه