عراق: د لبنان په پولو کې نیول شوې ښځه د البغدادي ښځه نده

190591
عراق: د لبنان په پولو کې نیول شوې ښځه د البغدادي ښځه نده

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي دي هغه ښځه چې د لبنان او سوریې په پولو کې نیول شوې ده د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي ښځه نده.
د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نیول شوې ښځه ددینه یو څه موده وړاندې د عراق په سویل کې د یو ځانمرګي برید د پلان جوړولو په تور د نیول شوي یو تن عراقي خور ده.
د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعد مان وویل ً د لبنان د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوې او د نظارت لاندې د ساجا عبدالحمید دولایمي د داعش د مشر ابوبکر البغدادي ښځه نده بلکې د عراق په سویل کې د یو ځانمرګي برید د پلان په تور د نیول شوي یو تن محکوم عمر عبدالحمید سولایمي خور ده .
ویاند وویل چې د داعش مشر البغدادي دوه ښځې لري چې یوه يي اسماء فوزي محمد الدولایمي او بله يي اسراء رجب ماحل قیصي نومیږي. البغداي د ساجا په نامه کومه ښځه نلري.
نوموړي وویل چې نیول شوې ښځه په اصل کې ددینه وړاندې په سوریه کې زندانۍ وه چې وروسته د راهبانو په بدل کې د خوشې شوو مخالفینو په منځ کې خوشې شوه.
د یادولو وړ ده چې د لبنان امنیتي ځواکونو تیره ورځ نوموړې د سوریې نه لبنان ته په جعلي پارسپورت د تیریدو پر مهال ونیوله. لبناني چارواکیو وروسته اعلان وکړ چې نیول شوې ښځه د داعش د ډلې د مشر البغدادي ښځه ده او نوموړې سره د البغدادي زوی هم نیول شوی دی .
د لبنان د السفیر په نامه ورځپاڼې تیره ورځ د البغدادي ښځه د بهرنیو استخباراتو په مرسته د سوریې او لبنان په پوله کې ونیول شوه خبر خپور کړ.
نیول شوې ښځه او هلک د لا زیاتو څیړونو په موخه د دفاع وزارت ته یوړل شول.



پيوندونه:

اړوند خبرونه