د البغدادي نه وروسته د داعش د نوي ``خليفه`` د ټاكلو پر سر ناندرۍ

د داعش د مشر ابوبكر البغدادي د ټپي كېدو نه وروسته ددې ډلې ترمېنځ د مشرتابه پر سرناندرۍ پيل شوي دي

188992
د البغدادي نه وروسته د داعش د نوي ``خليفه`` د ټاكلو پر سر ناندرۍ

د داعش د مشر ابوبكر البغدادي د ټپي كېدو نه وروسته ددې ډلې ترمېنځ د مشرتابه پر سرناندرۍ پيل شوي دي. ددې ډلې يو شمېر مشران پدې ټينګار كوي چې نوى مشر بايد عرب توكمه وي. دا پداسې حال كې ده چې د داعش په ليكو كې د چيچن او بالكان د هېوادونو اروپكي بيا ددې نظر سره مخالفت لري.
وروسته له هغې چې د داعش د ترهګرې ډلې مشر ابوبكر البغدادي په عراق كې د امريكايي ځواكونو په هوايي بريد كې سخت ټپي شو ددې ډلې د نوي مشر د ټاكلو پر سر ناندرۍ هم پيل شوي دي. داعش ته نږدې سرچينو ويلي دي چې نوى مشر به د داعش د ۲۹ تنو سياسي او نظامي مشرانو لخوا چې دوى يې ``اميران`` بولي د يوې ګډې غونډې په ترڅ كې وټاكل شي. ددې اميرانو يوه زياته برخه پدې اند ده چې نوى ``خليفه `` بايد عرب وي. دا پداسې حال كې ده چې د داعش په ليكو كې غير عرب اورپكي چې زياتره يې د بالكان او چيچن د هېوادونو اوسيدونكي دي، دا دريځ د اسلامي احكام خلاف بولي. ويل كيږي چې د ۲۹ كسيزو اميرانو ترمېنځ يو تن تركى او چيچينايي هم شته دى.
د بله پلوه د داعش سرچيني وايي چې تر هغه پورې چې بغدادي ژوندى وي هېڅوك نشي كولاى چې بل خليفه وټاكي. د بغدادي تر احتمالي مرګ وروسته به د اميرانو ۲۹ كسيزه شورا غونډه وكړي او نوى `` خليفه`` په اعلان كړي.
د چيچن او كوسووا جنګيالي ناراحته دي.
د چيچن او كوسووا د هېوادونو شاوخوا ۳ زره ۸۵۰ جنګيالي اوسمهال د داعش په ليكو كې جګړه كوي. د دوى مشران وايي چې د البغدادي نه وروسته راتلونكى ``خليفه`` بايد داسې څوك وي چې په منځني ختيځ كې د ``نوي دولت`` د جوړولو بهير ګړندى كړي. ددې سره سره د داعش عرب توكمه مشران بيا پدې اصرار كوي چې راتلونكې مشر بايد عرب وي.
ويل كيږي چې د داعش ۲۹ تنه اميران به د جمعې په ورځ پدې اړه خپل نظرونه په ليكلې بڼه يو بل ته وليږي. ځكه د ګډې غونډې د جوړولو په صورت كې ددې وېره شته دى چې كېداى شي يو ځل بيا د امريكايي ځواكونو د بريدونو ښكار شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه