اسراييلي سرتيري مسجد الاقصى ته د بوټانو سره ننوتل.

د تېرې يوې اونۍ راهيسې د اسراييلو لخوا د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې مسجد الاقصى په وړاندې د بنديزونو او سپكاوي په لړۍ كې نن سهار اسراييلي ځواكونه د مسجد الاقصى جومات د بوټانو سره ننوتل او پر لمونځ كوونكو يې بريدونه وكړ.

192776
اسراييلي سرتيري مسجد الاقصى ته د بوټانو سره ننوتل.

د تېرې يوې اونۍ راهيسې د اسراييلو لخوا د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې مسجد الاقصى په وړاندې د بنديزونو او سپكاوي په لړۍ كې نن سهار اسراييلي ځواكونه د مسجد الاقصى جومات د بوټانو سره ننوتل او پر لمونځ كوونكو يې بريدونه وكړ. د عيني شاهدانو د خبر له مخې پوليسو په جومات كې د ګازو بمب واچولو او د پلاستيكي مرميو سره يې لمونځ كوونكي وويشتل.
د ۱۹۶۷ كال راهيسې دا لومړى ځل دى چې اسراييلي ځواكونه مسجد ته ننوځي او د ممبر ترڅنګ يې كتابخانې او نورو ځايونو ته زيان رسولى دى.
په ۱۹۶۹ كال كې په مسجد الاقصى كې د فلسطين د فاتح صلاح الدين ايوبي ممبر د يهودانو لخوا وران شو. دا ممبر په ۲۰۰۷ كال كې په تركيه كې جوړ او بېرته په جومات كې كېښودل شو.
اوس داسې ويل كيږي چې ممبر يې بيا وران كړى دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه