د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس تونلونو ته ننوتلو!

157984
د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس تونلونو ته ننوتلو!

د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس تونلونو ته ننوتلو!
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان كي مون د اسراييلو نه د ليدنې پرمهال هغه تونلونه هم وليدل چې د حماس لخوا د اسراييلو په سوېل كې كيندل شوي دي.
د اسراييلو د اوردو لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې د بان كي مون ته د اسراييلي چارواكو لخوا د حماس د تونلونو په اړه معلومات وركړل شول. اسراييلي چارواكو همداراز په غزې باندې د اسراييلو د بريدونو او عملياتو په اړه هم بان ته معلومات وركړل شول. پدې عملياتو كې د تونلونو د لمنځه وړلو د لارو چارو په اړه بېلګې وړاندې شوې.
اسراييلي ځواكونو د روان ميلادي كال د جولاى په ۵مه نېټه پر غزې باندې بريدونه پيل كړل چې ۵۱ ورځې يې دوام وكړ. پدې عملياتو كې تر ۲۰۰۰ زيات فلسطينيان ووژل شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه