داعش د نړۍوال ایتلاف د هوايي بریدونو سره سره پرمختګ کوي

داعش په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف د هوايي عملیاتو او د کوردي ځواکونو سره د نظامي مرستو سره سره پرمختګ ته دوام ورکوي.

150206
داعش د نړۍوال ایتلاف د هوايي بریدونو سره سره پرمختګ کوي

داعش په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف د هوايي عملیاتو او د کوردي ځواکونو سره د نظامي مرستو سره سره پرمختګ ته دوام ورکوي.
داعش چې د شاوخوا دوو اونیو راهیسې په سوریه کې د ترکیې سره په پولو کې د عین العرب سیمه چې په کوباني هم مشهوره ده محاصره کړې د ښار زیاته برخه د کنټرول لاندې راوستې ده . ویل کیږي په کوباني کې د داعش او کوردي ځواکونو ترمنځه کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې ده .
د داعش ترهګریزې ډلې د ۲ زرو تنو جنګیالیو سره د کوباني په ښار برید کړی او ښار ته ننوتي دي.
په کوباني کې کوردي ځواکونه د ښار نه د دفاع په خاطر د وروستۍ درجې مقامت کوي. ویل کیږي جګړه د یاد شوي ښار د صنعي پارکونو په سیمه کې روانه ده.
د داعش ډلې د کوباني د ښار یو زیات شمیر ستراتیژیکې او حاکمې تپې نیولي دي او خپل بیرغونه يي پرې ځوړولي دي.
د سیمې نه په ترلاسه شوو معلوماتو کې ویل شوي دي چې په روانه جګړه کې دواړو خواوو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي .
په سیمه کې د داعش د پرمختګ سره سم د سیمې نه تیښتې هم دوام لري.
په کوباني کې د داعش د پرمختګ سره سم د خبریالانو په ګډون ۳۰۰ تنه د ښار نه ووتل.
د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په کوباني بریدونه پيل کړي دي. نوموړي په کوباني کې د داعش د پرمختګ د مخنیوي په خاطر د داعش په مرکزونو او ټانکونو د هوا نه بریدونه کوي خو داعش د بریدونو سره سره پرمختګ ته دوام ورکوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه