النصره: پر داعش هوايي بريدونه د اسلام په مقابل كې جګړه ده.

142594
النصره: پر داعش هوايي بريدونه د اسلام په مقابل كې جګړه ده.

النصره: پر داعش هوايي بريدونه د اسلام په مقابل كې جګړه ده.
په سوريه كې د النصره راډيكاله ډله چې د القاعدې سره اړيكي لري د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر داعش باندې د امريكا په مشرۍ د متفقينو بريدونه وغندل او دا يې د لوديځ لخوا د اسلام پر وړاندې جګړه وبلله.
په سوريه كې د النصره ډله كه څه هم د داعش سره د نظر اختلاف لري خو ځينې وختونه يې ترمېنځ ځاى ځاى نښتې كيږي خو د نوموړې جبهې وياند فراس السوري د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر سوريې او عراق باندې د امريكايي ځواكونو هوايي بمباري وغندله.
په اعلاميه كې راغلي دي چې دا جګړه د النصره په وړاندې نه بلكې د اسلام په وړاندې جګړه ده.
په اعلاميه كې همداراز د نړۍ پرمسلمانانو غږ شوى دى چې د امريكا او عربي هېوادونو په وړاندې دې متقابل بريدونه وكړي.
ويل كيږي چې امريكايي ځواكونو تر اوسه پورې د النصره د جبهې په سنګرونو بريدونه نه دي كړي خو د خراسان د ډلې مشران يې وژلي دي. د ځينو په وينا د خراسان ډله د النصره يوه څانګه ده.
هېره دې نه وي چې د داعش په وړاندې د امريكا په مشرۍ په عملياتو كې تر ۴۰ زيات هېوادونه ګډون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه