۳۵ کلنه مریم په سوریه کې د داعش په هډو هوايي بریدونه کوي

۳۵ کلنه مریم المنصوري په داعش د هوايي عملیاتو مشري په غاړه لري.

139854
۳۵ کلنه مریم په سوریه کې د داعش په هډو هوايي بریدونه کوي

د متحده عربي اماراتو لخوا د داعش پر وړاندې د هوايي عملیاتو مشري د یوې میرمنې په غاړه ده . ویل کیږي ۳۵ کلنه مریم المنصوري په داعش د هوايي عملیاتو مشري په غاړه لري.
د یادولو وړ ده چې مریم منصوري په د اماراتو لومړنۍ ښځینه پیلوټه ده چې د داعش پر وړاندې د هوايي عملیاتو مشري او اداره په غاړه لري.
په امریکا کې د اماراتو سفیر ویلي دي چې میرمن مریم المنصوري چې پدې برخه کې لوړې زده کړې کړي دي او په ښه توګه روزل شوې یوه پیلوټه ده د داعش پر خلاف د هوايي عملیاتو مشري په غاړه لري.
متحده عربي امارات د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف د مبارزې په موخه د جوړ شوي ایتلاف یو غړی هیواد دی . همداشان امارات د هغو پنځو عربي هیوادونو په کتار کې ځای لري چې په سوریه کې د داعش پر خلاف هوايي عملیات ترسره کوي.
د ویلو ده چې مریم المنصوري په ۲۰۰۷ کال کې د خلیفه بن زید د هوايي کالچ نه فارغه شوې ده او د اف ۱۶ جنګي الوتکو په برخه کې ځانګړې تجربه لري.
ویل کیږي مریم المنصوري پخپله هم پدې هوايي عملیاتو کې برخه اخیستې ده. د بله پلوه د سعودي عربستان د مطبوعاتو د خبر له مخې د داعش پر خلاف په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې د شهزاده سلمان بن عبدالعزیز زوی هم ګډون کړی دی.
نوموړی هم یو ټکړه پیلوټ دی چې د تیرې دوشنبې په ورځې په سوریه کې د داعش په هډو هوايي بریدونه وکړل.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه