اردوغان: د اسراييلو لخوا د عاموژنو غندنه د "يهودانو دښمني نه ده."

136366
اردوغان: د اسراييلو لخوا د عاموژنو غندنه د "يهودانو دښمني نه ده."

اردوغان: د اسراييلو لخوا د عاموژنو غندنه د `` يهودانو دښمني نه ده.``
ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د اسراييلو لخوا د ټولو نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې كولو سره د عاموژنو غندل `` انتي سيميتيزم`` نه دى.
ولسمشر اردوغان په نيويارك كې د يوې غونډې پر مهال وويل چې ``هر كله چې موږ په منځني ختيځ كې د معصومو كوچنيانو او ښځو وژنه وغندو او يا غبرګون ښكاره كړو د نړۍ ځينې خبري رسنۍ پر موږ نيوكې كوي.``
اردوغان چې د امريكا د بهرنيو اړيكو د شورا سراسري غونډې ته وينا اوروله د منځني ختيځ په اړه د تركيې د بهرني سياست په اړه يې معلومات وركړل. اردوغان وويل چې شاوخوا سل كاله وړاندې منځنى ختيځ د عثماني امپراتورۍ د پلازمېنې استانبول نه اداره كېده. عثماني چارواكو په سيمه كې د ټولو قومي، مذهبي او توكمي فرقو د شتوالي سره سره په برياليتوب سره سيمه اداره كړه. د فلسطين ستونزه، د عراق او سوريې ستونزه، د اوكراين او ختيځې اروپا په سيمو كې ستونزې هم د عثماني امپراتورۍ د لمنځه تللو په پايله كې رامنځته شوي دي.
د اردوغان په وينا د تركيې د جمهوريت د ۹۱ كلن تاريخ په اوږدو د منځني ختيځ په وړاندې زموږ سياست په متقابل احترام ولاړ وو. د هر هېواد خپلواكۍ ته درناوى لرو.
ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې `` د فلسطين مسله يواځې د فلسطين د خلكو نه بلكې د ځمكې پر سر د ټولو مسلمانانو ستونزه ده. دې ناورين ټول مسلمانان او نور وجدان لرونكي انسان داغلي دي. په سيمه كې د يو زيات شمېر كړكيچونو په ريښه كې د فلسطين ستونزه پرته ده. اسراييلي چارواكي پدې مسله ښه خبري دي خو ددې سره د خپلو خلكو او نورو كسانو ژوند په خطر كې اچوي.
اردوغان په فلسطين كې د اسراييلو د عاموژنو په اړه څرګنده كړه چې موږ به تل د ظالم په وړاندې د مظلوم ترڅنګ ولاړ يو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه