داعش د حلپ په ښار کې د اسد د رژیم اړوند یوه الوتکه راوغورځوله
داعش د حلپ د ښار په مربوطاتو کې د اسد د رژیم اړوند یوه L 39 ډوله الوتکه راوغورځوله او پیلوټ يي اسیر ونیولو.
122527
داعش د سوریې د حلپ په ښار کې د اسد د رژیم اړوند یوه الوتکه راوغورځوله.
داعش د حلپ د ښار په مربوطاتو کې د اسد د رژیم اړوند یوه L 39 ډوله الوتکه راوغورځوله او پیلوټ يي اسیر ونیولو.
داعش د الوتکې د غورځولو او د پيلوټ نه د تحقیقاتو ویدیو په یوتیوب سایټ کې خپره کړه . د الوتکې پیلوټ موتي عباس په تحقیقاتو کې وايي چې د قویریس د هوايي ډګر نه النیراب هوايي ډګر په لورې روان وو چې د داعش لخوا د ویشتلو نه وروسته د الوتکې نه يي ځان وغورځو.
د ویلو ده چې د اسد رژیم د مسلې اړوند د څه ویلو نه ډډه کړې ده .