بغداد کې په  جلا جلا بریدونو کې څه باندې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د بله پلوه په عراق کې د داعش پر خلاف عملیات هم دوام لري

121742
بغداد کې په  جلا جلا بریدونو کې څه باندې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د عراق په پلازمینه بغداد کې په څو جلا جلا بریدونو کې څه باندې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه په عراق کې د داعش پر خلاف عملیات هم دوام لري. د عراق اردو د حادیثه بند شاوخوا سیمې د داعش نه د پاکولو خبر ورکړی دی .
پداسې حال کې چې په عراق کې د اردو او داعش ترمنځه سختې نښتې دوام لري په بغداد کې څو پر له پسې ځانمرګي بریدونه رامنځته شول.
لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار خپل موټر د پولیسو د یوې پوستې ترڅنګ وچاوه چې له امله يي ۵ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د لومړنۍ چاودنې نه لنډه موده وروسته په یو بازار کې د موټر په مټ چاودنه وشوه چې له امله يي ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
نور بریدونه ډير په امنیتي ځواکونو ترسره شول . د بله پلوه په انبار او د حادیثه بند په شاوخوا کې د اردو او داعش ترمنځه سختې نښتې دوام لري.
د عراق اردو ویلي دي ۱۵۰ تنو د داعش جنګیالیو چې د سوریې نه عراق ته د ننوتو هڅه کوله په شا تنبولي دي .
همداشان امریکا په داعش د هوا له لارې بمباریو ته دوام ورکوي. د عراق اردو د مځکې له لارې د داعش په لورې پرمختګ ته دوام ورکوي.
د عراق اردو په عملیاتو کې د داعش د دوو تنو جنګیالیو د نیولو نه خبر ورکړی دی . ویل کیږي نیول شوي جنګالي یو د سعودي عربستان او بل د تاجکستان وګړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه