په عراق كې د داعش دوه مشران ووژل شول.

په سيمه كې د الجمهوري د روغتون چارواكي وايي چې د داعش پر پلويانو باندې د امريكا د متحدو ايالتونو د هوايي ځواكونو په بريدونو كې د نوموړې ډلې دوه تنه مشران وژل شوي دي چې مړي يې روغتون ته راوړل شوي دي.

101683

د روغتون چارواكو د وژل شوو اورپكو د هويت په اړه څه ونه ويل خو څرګنده يې كړه چې دا كسان د نينوا په په ښار كې د بېلابېلو سيمو مسولين ول. وژل شوي كسان د داعش د ډلې د اروپكو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.
په عراق كې د مركزي حكومت د كمزورتيا او سياسي كړكېچ له امله د عراق – شام د اسلامي دولت تر نامه لاندې ډلې د موسل او تكريت د ښارونو د نيولو سربېره يو شمېر نورې سيمې هم تر خپل كنترول لاندې راوستلې. په عراق كې د وروستي تاوتريخوالي په پايله كې شاوخوا ۱ ميليون كسان بې كوره شوي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه