په غزه کې د مړو شمیره ۲۰۹۰ تنو ته لوړه شوه

په غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري.

100720
په غزه کې د مړو شمیره ۲۰۹۰ تنو ته  لوړه شوه

په غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري.
د اسراییلو جنګي الوتکو دا ځل د الزواید په سیمه بریدونه وکړل.
په برید کې یو میرمنې ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
په غزې د جولای د ۷ نیټې راهیسې په روانو بمباریو کې د مړو شمیره څه کم ۲۱۰۰ تنو ته لوړه شوې ده . همداشان د ټپیانو شمیره ۱۰۳۵۰ تنو ته رسیدلې ده .
د مړو ۵۵۰ تنه ماشومان دي .
د یادولو وړ ده چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د وروستي اوربند د ماتېدو او په متقابله توګه د بریدونو په ترڅ کې یو تن اسراییلي ماشوم ژوند د لاسه ورکړ.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو د نوموړي ماشوم د وژنې پړه په حماس واچوله او وویل چې په غزې به د بریدونو کچه لوړه کړي.
د بله پلوه تمه کیږي چې د فلسطین او اسراییلو تر منځه د اوربند په خاطر یو ځل بیا په خبرونو اترو پيل وشي.
د مصر حکومت چې پدې برخه کې منځګړتوب کوي ویلي دي چې اسراییلو او فلسطین مرکچیانو یو ځل بیا مذاکراتو پیلولو ته شین څراغ لګولی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه