نن د رابعه العدویه د پیښې د لومړنۍ کلیزې سره سمون خوري

90714
نن د رابعه العدویه د پیښې د لومړنۍ کلیزې سره سمون خوري

په مصر کې د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې د وژل شوو څه باندې زرو تنو د لومړنۍ کلیزې له امله یو ځل بیا مظاهرې پیل شوې.
په مصر کې د جولاي په دریمه د عسکري کودتا نه وروسته د پيل شوو مظاهرو په چوکاټ کې امنیتي ځواکونو د اګست په ۱۴ نیټه د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې څه باندې زر تنه مظاهره کوونکي په بې رحمانه ډول سره ووژل .
د مصر په پلازمینه قاهره کې د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې د څه باندې زرو تنو د وژل کیدو لومړنۍ کلیزې په خاطر یو ځل بیا د تحریر، رابعه العدویه او نهدا د میدانونو په ګډون په یو زیات شمیر سیمو کې مظاهرې پیل شوي دي .
د بله پلوه د مصر امنیتي ځواکونو په ټول هیواد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي . همداشان پولیس مظاهره کوونکي د کلکو پلټنو نه وروسته میدان ته د داخلیدو اجازه ورکوي.
د بله پلوه د کودتا د رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق او د کودتا د مخالفو نورو ډلو په بلنه په لسګونونو زرو تنو د بغداد سربیره د اسکندریه، بخاریه، سحاج، بن صیف ، د هیواد په ختیځ کې د دیمات او فیوم په ښارونو کې په مظاهره پیل کړی دی . همداشان مظاهره کوونکي د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي په پلوي شعارونه ورکوي. مظاهره کوونکي د محمد مرسي او د رابعه العدویه او نهدا د میدانونو د شهیدانو عسکونه د ځان سره انتقالوي او د کودتا د معمار عبدالفتاح السیسي پر خلاف شعارونه ورکوي.
د قاهرې د مدینه النصر په سیمه کې مظاهره کوونکو خپل لاسونه او ځانونه په وینو سره کړي دي.
د اسکندریه د ابو سلیمان ، الصیف او برج العرب په سیمو کې په مظاهرو کې د کودتاچي نظام او د هغوې د ملاتړ کوونکو پر خلاف شعارونه ورکول کیږي.
د بخاریه او سحاج په ښارونو کې مظاهره کوونکو د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې د وژل شوو بې ګناه انسانانو د غچ اخیستو شعارونه ورکول.
په بن صیف ښار کې بیا مظاهره کوونکو د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې په مظاهره کوونکو د برید د امر ورکوونکو د محاکمې غوښتنه کوله .
د مصر امنیتي ځواکونو د نن نه پوره یو کال مښکې د اګست په ۱۴ نيټه د رابعه العدویه او نهدا په میدانونو کې په زرګونونو تنو مظاهره کوونکو خونړیز بریدونه وکړل چې له امله يی څه باندې زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ویلو ده چې د بشري حقونو نه د څار سازمان دوه ورځې وړاندې د یو راپور په خپرولو سره د مصر حکومت په رابعه العدویه کې په عام وژنې تورن کړ.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه