غزه کې د مړو شمیره ۱۸۴۰ تنو ته لوړه شوه

اسراییلو په غزه کې یو پلوې ۷ ساعته اوربند اعلان کړ. دا چې اسراییل به دې اوربند ته صادقه پاتې شي او که نه دا به وخت وښايي.

78565
غزه کې د مړو شمیره ۱۸۴۰ تنو ته لوړه شوه

اسراییلو په غزه کې یو پلوې ۷ ساعته اوربند اعلان کړ. دا چې اسراییل به دې اوربند ته صادقه پاتې شي او که نه دا به وخت وښايي.
اوربند د سهار په لسو بجو پیلیږي او ۷ ساعته دوام کوي.
د بله پلوه د اسراییلو د دفاع وزارت ویلي دي چې په اوربند کې د غزې سویلي برخه کې شامله نده .
ملګروملتونو سازمان تیره ورځ د اسراییلي ځواکونو په غزه کې د ملګروملتونو په ښوونځي برید په کلکو ټکو وغنده.
د فلسطین ولسمشر محمود عباس په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په غزې د اسراییلو د روانو بریدونو مخه ونیسې .
عباس ویلي دي چې اسراییلو په غزې د پیل کړو عملیاتو نه راپدیخوا په هر ساعت کې ۱۷ تنه فلسطینیان وژل کیږي او په هر درې ساعتونو کې یو تن بې ګناه ماشومان په قتل رسول کیږی.
اسراییلو ځواکونه بیا د نړۍوالې ټولنې د غبرګونونو سره سره په غزې بریدونو ته دوام ورکوی. اسراییلي ځواکونو تیره ورځ د ملګروملتونو په یو ښوونځي د برید سره لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل .
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په غزه کې د ملګروملتونو په ښوونځي برید یو ضد اخلاقي او انساني عمل وباله او په اړه يي سخت غبرګون وښود.
خو ددې سره سره د اسراییلو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا کوم ګام ندی پورته شوی.
په غزې د اسراییلو په روانو بریدونو کې د مړو شمیره ۱۸۴۰ تنو ته لوړه شوې ده.
همداشان پدې عملیاتو کې اسراییلي ځواکونو ته هم درنده ځاني زیانونه اوښتي دي.
په غزې د اسراییلو په روانو عملیاتو کې د اسراییلو په وینا د وژل شوو سرتیرو شمیره ۶۴ تنه ده چې حماس بیا د څه باندې سلو تنو اسراییلي سرتیرو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی . د بله پلوه په غزه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو سرتیرو مسلې په اسراییلو کې خلک په دوو برخو ویشلي دي .
په اسراییلو کې یوه برخه خلک په غزې د لا زیاتو بمباریو او د وژل شوو اسراییلي سرتیرو د غچ اخیستو غوښتنه کوي خو بله ډله بیا پدې اندازه د ځاني ضایعاتو نه د حکومت د لوې ماتې په توګه یادونه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه