په غزې د روانو بریدونو په ترڅ کې د مړو شمیره ۱۷۴۰ تنو لوړه شوه .

د بله پلوه اسراییلو چې په غزه کې د حماس لخوا د یو تن اسراییلي افسر د تښتولو ادعا کړې وه ویلي دي کیدای شي وژل شوی وي .

77913
په غزې د روانو بریدونو په ترڅ کې د مړو شمیره ۱۷۴۰ تنو لوړه شوه .

په غزې د روانو بریدونو په ترڅ کې د مړو شمیره ۱۷۴۰ تنو لوړه شوه .
د بله پلوه اسراییلو چې په غزه کې د حماس لخوا د یو تن اسراییلي افسر د تښتولو ادعا کړې وه ویلي دي کیدای شي وژل شوی وي .
اسراییلو د نوموړي افسر د مړي د تثبیت په خاطر متخصصین په دنده وګمارل .
د څیړونو نه وروسته معلومه شوه چې یاد شوي اسراییلي افسر د رفاح په ښار کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی .
د اسراییلو اردو د یاد شوي افسر کورنۍ ته د یو هیت په استولو سره وویل چې افسر په غزه کې وژل شوی دی . په غزه کې د اسراییلي سرتیرو د مړو شمیره د اسراییلو په وینا ۶۶ تنو ته لوړه شوه .
ویل کیږي د نوموړي پرمختګ نه اسراییلو د غزې نه خپل یو اندازه پلي ځواکونه وویستل خو دا چې عملیات به څه وخت پایته ورسیږي پدې اړه کومې نښې او نښانې نه لیدل کیږي.
د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ټینګار کوي تر کومه چې په غزه کې د حماس ټول تونلونه له منځه نه وي وړي عملیاتو ته به دوام ورکړي.
نتنیاهو ویلي دي چې حماس باید د راکټي بریدونو بدل ورکړي.
په غزې د اسراییلو لخوا بریدونه د خپل ټول شدت سره دوام لري . په غزې د نن سهار په بریدونو کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په غزه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیره ۱۷۰۰ تنو نه واوښته.
د بله پلوه ویل کیږي چې په غزه کې یو شمیر مړي چې اوس هم د خاور لاندې پاتې دي خراب شوي دي .
ملګروملتونو ویلي دي چې په غزه د روانو بریدونو له امله ۵۰ سلنه روغتیایي مرکزونه تړل شوي او پاتې روغتیايي مرکزونه د درملو او طبي سامان آلاتو د کمبود له امله د تړل کیدو په درشل کې قرار لري.
حماس هم په اسراییلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي. حماس تیره ورځ په اسراییلو ۶۲ راکټي بریدونه ترسره کړل چې ۶ يي د دفاعي سیستم لخوا په هوا کې له منځه یوړل شول. همداشان دوه راکټونه د تل ابیب په شاوخوا کې لګیدلي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه