په غزه کې د مړو شمیره ۱۱۱۹ تنو ته لوړه شوه

اسراییل په غزې د بمونو او توغندیو باران ته دوام ورکوي.

73949
په غزه کې د مړو شمیره ۱۱۱۹ تنو ته لوړه شوه

اسراییل په غزې د بمونو او توغندیو باران ته دوام ورکوي.
د اسراییلو اردو د شپې او ورځې لخوا پرته د ځنډه په غزې بریدونه کوي. د اسراییلو حکومت د اختر پدې مبارکو ورځو کې هم اوربند قبول نکړ او په غزې بریدونه ته دوام ورکوي.
د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو تیره ورځ په خپل هیواد غږ وکړ چې یوې اوږدې جګړې ته تیاری ولري. نتنیاهو په اصل کې په غزه کې د لا زیاتو بې ګناه ، مظلومو او معصومو ماشومانو د وژلو خبر ورکړ.
په غزه د اسراییلو لخوا د پيل شوو عملیاتو نه راپدیخوا ۱۱۱۹ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۶۵۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
د ویلو ده چې د وژلو شوو کسانو ډیری ښځې او ماشومان دي .
اسراییلو په غزه کې د الاقصی د تلویزیون په ودانۍ او د حماس د د ډلې د مشر اسماعیل هانیه په کور کې هم بریدونه کړي دي.
د یادولو وړ ده چې اسماعیل هانیه په ۲۰۰۶ کال کې په غزه کې په ټولټاکنو کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
د یادولو وړ ده چې اسراییلي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په څه باندې ۲۰۰ نقطو بریدونه کړي دي .
د اسراییلو ځواکونه په غزې د مځکې ، هوا او سمندر نه بریدونه کوي.
اسراییلي ځواکونو تیره ورځ په غزه کې د شفا د روغتون د ماشومانو په څانګې برید وکړ.
په برید کې لږ تر لږه لس تنه ماشومان مړه او په لسګونو تنه نور ټپیان شول. ویل کیږي برید د روغتون په بڼ کې د ماشومانو په یو پارک شوی دی .
یو زیات شمیر ماشومانو چې په پارک کې لوبې کولې د اسراییلو د بې رحمانه او ضد انساني بریدونو قربانیان شول.
نړۍ اوس هم په غزې په روانو بریدونو سترګې پټې کړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه