تركيې د غزې د ناورين په وير ۳ ورځې ماتم اعلان كړ.

د هېواد د وزيرانو د شورا په غونډه كې پرېكړه وشوه چې په غزه كې د روانې انساني غميزې په وير كې د ګډون په دود په ډول هېواد او بهرنيو سياسي نماينده ګيو كې د دريو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان شي.

66511

د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بولنت ارنچ پدې اړه وويل چې د فلسطين د خلكو سر د خوا خوږئ د ښودلو په موخه د سې شنبې، چهار شنبې او پنجشنبې به په تركيه كې ماتم وي.
ارنچ همدارز وويل چې د غزې سره د انساني مرستو بهير هم ۹عملا پيل شو.
د تركيې د همكارۍ او همغږئ د ادارې تيكا د فلسطين څانګې ته په لومړي پړاو كې ۱ ميليون ډالره اضافي مرسته ولېږل شوه تر څو د اړو كسانو سره د خوراكي او طبي موادو مرسته وكړي. په ورته ډول د تركيې د ناورين او بېړنو حالاتو ادارې هم د فلسطين سره د مرستې لپاره ۱،۵ ميليونه ډالره جلا كړي دي.
د بله پلوه تركيه د اسراييلو د بريدونو د پاى ته رسولو په موخه د اوربند لپاره هم ډپيلوماټيكې هلې ځلې كوي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه