په غزه د روانو عملیاتو له امله د مړو شمیره ۳۱۶ تنو ته لوړه شوه

په غزې د اسراییلو مځکنې عملیات دوام لري.

64232
په غزه د روانو عملیاتو له امله د مړو شمیره ۳۱۶ تنو ته لوړه شوه

په غزې د اسراییلو مځکنې عملیات دوام لري.
په غزه کې د مړو شمیره چې ډیری ښځې او ماشومان دی ۳۱۶ تنو ته لوړه شوه او د ټپیانو شمیره د ۲ زرو تنو ته واوښته.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه پورې د نوموړو عملیاتو په لړ کې د اسراییلو یواځې یو تن سرتیری وژل شوی دی .
پداسې حال کې چې نړۍ په غزې د روانو عملیاتو په چپه خوله ننداره کوي اسراییلو ویلي دي چې د عملیاتو ساحه لا پسې پراخه کړي.
اسراییلو ویلي چې مځکني عملیات به دوه اوونۍ دوام وکړي.
همداشان حماس تر اوسه پورې په اسراییلو ۱۵۰۰ راکټي بریدونه کړي دي.
د اسراییلو اردو تر اوسه پورې د حماس ۱۷ تنه غړي وژلي دي . په غزه کې په روغتونونو کې د ټپیانو ځای ندی پاتې.
په روغتونونو کې د درملو او طبي سامان آلاتو د کمبود له امله ډاکټرانو د لاسه څه نه راځي.
په لویدیځه تراړه کې ټوله شپه مظاهرو دوام درلود.
په الخلیل ښار کې مظاهره کوونکو نړۍوالې ټولنې چیرته يي، د نړۍ وجدان چیرته دی او مرګ په یرغل ګر او تروریست اسراییلو شعارونه ورکول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه