په غزه کې د مړو شمیره ۲۵۹ تنو ته لوړه شوه

د اسراییلو په غزې د هوايي عملیاتو په ۱۱ مه ورځ ځمکني عملیات پيل کړل.

63132
په غزه کې د مړو شمیره ۲۵۹ تنو ته لوړه شوه

د اسراییلو په غزې د هوايي عملیاتو په ۱۱ مه ورځ ځمکني عملیات پيل کړل.
د اسراییلو ټانکونه او زریهدار ګاډي د ۵۰ زره تنو سرتیرو سره غزې ته ننوتل.
د ویلو ده چې اسراییلي ځواکونه په غزه کې د هوايي او سمندري ځواکونو په ملاتړ عملیاتو ته دوام ورکوي. په غزه کې بشري ناروین دوام لري.
په غزه د روانو عملیاتو په لړ کې د وژل شوو کسانو شمیره ۲۵۹ تنو ته لوړه شوه .
پداسې حال کې چې نړۍ د اسراییلو پدې ضد بشري او عام وژنې سترګې پټوي او چپتیا ته دوام ورکوي اسراییلو ۱۸ زره تنه احتیاطي سرتیري دندې ته راغوښتي او په غزې د عملیاتو د لمن لا پراخولو ته تیاری نیسي.
اسراییلو تیره شپه پرته د ځنډه د مځکې، هوا او سمندر نه په غزې توغندي وورول.
د بله پلوه د حماس ویاند فوزي برهوم ویلي دي چې د اسراییلو پر وړاندې د مقامت د ټولو امکاناتو نه برښمند دي او اسراییلو ته به سخت ځواب ورکړي.
یو تن اسراییلي جنرال موتي الموز ویلي دي چې په غزې ددې عملیاتو نه موخه په غزه کې د یو شمیر مهمو سیمو نیول، د ټولو بڼسټونو ویجاړول او د حماس موجودیت ختمول دي.
اسراییلي چارواکیو ویلي دي چې خپلو موخو ته د رسیدو پورې به عملیاتو ته دوام ورکړي.
د یادولو وړ ده چې په غزه د مځکنیو عملیاتو د پیلیدو نه وروسته یو زیات شمیر فلسطیني ټپیان د الدوا روغتون ته راوړل شول چې دا روغتون هم د اسراییلو لخوا د برید لاندې راغی. اسراییلو پدې روغتون هم بریدونه وکړل.
د بله پلوه ملګروملتونو ویلي دي چې په غزه د اسراییلو په عملیاتو کې ۱۴۰۰ کورونه په کامله توګه ویجاړ شوي او ۱۸۰۰۰ تنه د بې کوره شوي دي .
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وویل چې په غزه کې د ملکي وګړو د وژنو په اړه د اندیښنو سره سره اسراییلو ځمکني عملیات پیل کړل.
د بله پلوه په ملګرو ملتونو کې د فلسطین دایمي استازي وویل چې دا عملیات د سیمې ستونزې لا پسې ژوروي.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د اردن په وړاندیز نن د غزې په اړه غونډه کوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه