په غزې په روانو بریدونو کې د مړو شمیره ۱۲۰ تنو ته لوړه شوه

اسراییل په غزه د هوا او سمندر نه توغندي وروي

126689
په غزې په روانو بریدونو کې د مړو شمیره ۱۲۰ تنو ته  لوړه شوه

اسراییل په غزه د هوا او سمندر نه توغندي وروي.
اسراییلي جنګي الوتکو په غزه کې په جوماتونو هم بریدونه کړي دي .
په غزه د روانو بریدونو په ترڅ کې د وژل شوو کسانو شمیره ۱۲۰ تنو ته ورسیده. د غزې روغتونونه د ټپیانو نه ډک شوي دي .
د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرې ناوي پیلې ویلي دي چې په غزه کې د وژل شوو کسانو ډیری ښځې او ماشومان دي . پیلي وویل چې اسراییل په ښکاره توګه او د ټولو د سترګو په وړاندې نړۍوال قوانین د خپو لاندې کوی.
د بله پلوه د روغتیا نړۍوال سازمان په غزه کې د تیلو د نشتوالي له امله د روغتیايي سیستم په کامله توګه په ټپه د دریدو اندیښنه څرګنده کړې ده . د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي چې په غزه کې ټول روغتونونه په جنراتورونو کار کوي چې د تیلو نشتوالي د روغتونونو د چارو په ټپه دریدو د ګواښ سره مخامخ کړي دي .
د بله پلوه اسراییل په غزې د مځکنیو عملیاتو د پیلولو په خاطر پوره اماده ګي نیولې ده.
د اسراییلو حکومت په زرګونو تنه احتیاطي سرتیري دندې ته راغوښتې دي.
د اسراییلو لومړي وزیر نیتنیاهو تر اوسه په غزې د مځکنیو عملیاتو د پیلولو امر ندی کړی.
د بله پلوه په اسراییلو کې په کامله توګه د غزې د اشغالو په مسلې بحثونه دوام لري.
د ملګروملتونو د فلسطینیانو سره د مرستې ادارې په غزه کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او اسراییل يي د نړۍوالو قوانینو په خپو لاندې کولو تورن کړي دي .
همداشان په لویدیځه تراړه او بیت الاحم کې د اسراییلو پر خلاف مظاهرې دوام لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه