مصر د ۳ ورځو لپاره د رفاح سرحدي دروازه پرانیسته.

مصر د غزې پر مخ د رفاح سرحدي دروازه چې د نړۍ سره اړیکو یواځنۍ دروازه ده د ۳ ورځو لپاره په استثنايي ډول سره پرانیسته.

124440

په قاهره کې د فلسطین سفیر وویل چې مصر د رفاح دروازه مصر ته د فلسطیني ټپیانو د انتقال په خاطر پرانیستې ده . په قاهره کې د فلسطین د سفارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې د غزې ټپیان به د سینا په ټاپو د الاریش او رفاح په روغتونونو کې د درملنې لاندې ونیول شي. همداشان یو ناروغان چې روغتیايي حالت يي باریکه وي هغه به د قاهرې په روغتونونو کې د درملنې لاندې ونیول شي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د مصر د روغتیا د وزارت اړوند امبولانسونه به د ۱۵ تنو ډاکټرانو سره د رفاح په سرحدي دروازه کې په کار پیل وکړي او ځیني ټپیان به په سیمه کې تداوي شي.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې د جولای په ۳ مه د عسکري کودتا نه وروسته د غزې پر مخ د رفاح سرحدي دروازه تړل شوې ده . د مصر حکومت کله نا کله په بعضو استثنايي حالاتو کې د رفاح سرحدي دروازه د لنډې مودې لپاره پرانیزي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه