هادي البحرا د سوریې د مخالفینو د نوي مشر په توګه وټاکل شو

د سوریې د مخالفنیو درې ورځنی کنفرانس چې په استانبول کې جوړ شوی وو پایته ورسید.

123138
هادي البحرا د سوریې د مخالفینو د نوي مشر په توګه وټاکل شو

د سوریې د مخالفنیو درې ورځنی کنفرانس چې په استانبول کې جوړ شوی وو پایته ورسید.
ددې کنفرانس تر ټولو مهمه مسله د نوي مشر ټاکل وو.
د سوریې مخالفو ډلو هادي البحرا د سوریې د مخالفینو او انقلابي ځواکونو د نوي مشر په توګه وټاکه.
د یادولو وړ ده چې البحرا په جینیوا د سولې په مذاکراتو کې د مخالفینو د مرکچي په توګه ګډون کړی وو.
هادي البحرا چې ویل کیږي د سعودي عربستان ملاتړ تر شاه لري او د ډیموکراتیک بلاک نوماند وو د ۶۲ رایو په ترلاسه کولو سره نوی مشر وټاکل شو.
همداشان د سوریې د کوردانو د شورا ریس عبدالحکیم بشار يي د مرستیال په توګه وټاکل شو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه