عراقي تركمنانو د داعش سره بيعت كول رد كړل.

د عراق – شام اسلامي دولت داعش لخوا د خلافت د اعلانېدلو نه وروسته د ډلې لخوا په عراق كې د مېشتو قبايلو او پرګنو نه د بيعت غوښتنه شوه.

119608
عراقي تركمنانو د داعش سره بيعت كول رد كړل.

عراقي تركمنانو د داعش سره بيعت كول رد كړل.
د عراق – شام اسلامي دولت داعش لخوا د خلافت د اعلانېدلو نه وروسته د ډلې لخوا په عراق كې د مېشتو قبايلو او پرګنو نه د بيعت غوښتنه شوه. د تلافر په ښار كې مېشتو عراقي تركمنانو بيا د داعش دا غوښتنه ونه منله. په ښار كې د تركمني قبايلو يو تن مشر حيدر علي چولاك وويل چې په سيمه كې د سني تركمنانو تر ټولو لويې قبيلې د داعش سره د بيعت كولو نه ډډه كړې ده. چولاك زياته كړه چې په تلافر باندې د داعش د ډلې د بريدونو په پايله كې لسګونو كسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. په سيمه كې د نښتو له امله سلګونه تركمني كورنۍ بېځايه شوي دي.
د تلافر ښار چې د موصل په لويديځ كې پروت دى زياتره اوسېدونكي يې تركمنان دي.
د بله پلوه د عراقي حكومت د سرچينو له مخې د نوموړي هېواد اوردو د صلاح الدين ولايت مركز تكريت اوه كيلو مترۍ ته نږدې شوي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه