پر غزې باندې د اسراييلو هوايي بريدونه دوام لري.

تېره شپه اسراييلي ځواكونو د غزې په تراړه كې په لسو هدفونو باندې بمباري وكړه. د اسراييلي سرچينو د خبر له مخې هغه هدفونه ويشتل شوي دي چې ترې په اسراييلو باندې راكټي بريدونه ترسره شوي ول.

119529

اسراييل ادعا كوي چې د جون په ۱۲ نېټه تښتول شوي ۳ تنه اسراييلي ځوانان چې څو ورځې وړاندې يې جسدونه وموندل شول د حماس لخوا تښتول شوي ول.
اسراييلي ځواكونو د نوموړو د موندلو په موخه په غزې كې پراخه عمليات ترسره كړل چې پكې په زرګونو كسان ونيول شول. ددې پېښې نه څو ورځې وروسته يو تن ۱۶كلن فلسطينى ځوان بيا د يهودانو لخوا وتښتول شو چې وروسته يې مړى وموندل شو. ددې پېښې نه وروسته په سيمه كې حالات ترينګلي دي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه