په مصر کې د جولای دریمه د کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله لویو مظاه

په مصر کې د جولای دریمه د کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله د کودتا مخالفینو د یوې لویې مظاهرې د جوړولو تیاری نیولی دی .

109091
په مصر کې د جولای دریمه د کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله لویو مظاه

- په مصر کې د جولای دریمه د کودتا د لومړنۍ کلیزې له امله د کودتا مخالفینو د یوې لویې مظاهرې د جوړولو تیاری نیولی دی .
پداسې حال کې چې په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي د ترسره شوې نظامي کودتا کلیزه رانږدې شوې ده د کودتا مخالفینو په ټول هیواد کې په پراخه مظاهرو کې په ګډون غږ کړی دی .
په مصر کې د کودتا رد او د مشروعیت نه د ملاتړ ملي اتفاق غورځنګ په ټول هیواد کې د کودتا چي نظام او کودتا د لومړۍ نیټې له امله د پراخو مظاهرو د ترسره کولو غږ کړی دی .
ویل کیږي د مصر د مینا، شرقیه، سویش، اسکندیه او ګیزا په ښارونو کې پراخه مظاهرو ته تیاری نیول شوی دی.
په یادو شوو ښارونو کې لا اوسه په مظاهرو پیل شوی دی . نن په نوموړو ښارونو کې په سلګونو تنو د کودتا د معمار چې وروسته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر وټاکل شو عبدالفتاح السیسي پر خلاف شعارونه ورکول او د محمد مرسي عسکونه يي د ځان سره درلودل. مظاهره کوونکو لویه مظاهره د جولای دریمه شعارونه ورکول.



پيوندونه:

اړوند خبرونه