اسراییلي ځواکونو د لادرکه شوو ۳ تنو یهودانو د تښتولو په تور ۱۵۰

اسراییلي سرتیرو د فلسطین د رام الله د ښار په شمال کې د جیلزون په کمپ کې د پلټنو پر مهال د وژلي فلسطیني ځوان جنازه خاورو ته وسپارل شوه .

97330
اسراییلي ځواکونو د لادرکه شوو ۳ تنو یهودانو د تښتولو په تور ۱۵۰

اسراییلي سرتیرو د فلسطین د رام الله د ښار په شمال کې د جیلزون په کمپ کې د پلټنو پر مهال د وژلي فلسطیني ځوان جنازه خاورو ته وسپارل شوه .
د جنازې په مراسمو کې ګډونوالو د اسراییلو پر خلاف شعارونه ورکول او د غچ اخیستو ژمنه يي وکړه .
د بله پلوه اسراییلي سرتیرو د لا درکه شوو ۳ تنو یهودي ځوانانو د موندولو په موخه د پیل کړو عملیاتو په لړ کې په لودیځه تراړه کې د یو زیات شمیر فلسطینانو په کورونو چاپې واچولې.
اسراییلي سرتیرو د فلسطینیانو په کورونو کې د پلټنې پر مهال یو زیات شمیر کورونو ته زیان اړولی دی .
ویل کیږي اسراییلي سرتیرو په لویدیځه تراړه کې د حماس د حکومت د ولسي جرګې د پخواني ریس عزیز په کور هم چاپه اچولې ده . اسراییلي سرتیرو د نوموړي په ګډون ۴۰ تنه نیولي وو.
همداشان تیره ورځ په زرګونه تنه اسرایلیان په بیت المقدس کې د زړا د دیوار تر څنګ راټول شول او د لا درکه شوو یهودانو لپاره يي دعا وکړه .
د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم د یهودانو تښتونه وغندله .
اسراییلي ځواکونو تر اوسه پورې د نوموړو لا درکه شوو یهودانو د تښتولو په تور ۱۵۰ تنه نیولي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه