د امريكا  لخوا عراق د بيا نيولو وېره

واشنګټن د داعش د ډلې لخوا د موصل د نيول كېدو نه وروسته د عراق او سيمې په اړه لومړى عملي ګام پورته كړ.

95234
د امريكا  لخوا عراق د بيا نيولو وېره

د امريكا له لخوا د بيا نيولو وېره
واشنګټن د داعش د ډلې لخوا د موصل د نيول كېدو نه وروسته د عراق او سيمې په اړه لومړى عملي ګام پورته كړ.
د نوموړي هېواد د دفاع وزارت سيمې ته د يوې نظامي بېړۍ د لېږلو پرېكړه وكړه چې كولاى شي جنګي الوتكې ترې الوتنه وكړي.
د پينټاګون د خبري سرچينو د خبر له مخې د دفاع وزير چاك هېګل امر كړى دى چې د فارس خليج ته يوه نظامي بېړۍ ولېږل شي.
سيمې ته د نظامي بېړۍ د لېږلو موخه په عراق او منځني ختيځ كې د امريكا او عراق د ګټو نه څارنه ده. ددې لويې نظامي بېرۍ سره يو ځاى به په باليستيكي توغنديو مجهزې نورې نظامي بېړۍ هم ملتيا وكړي. دې بېړۍ به بحر كې د منځني ختيځ سيمې ته څېرمه سياحت كولو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه