عراق شام اسلامي دولت ترهګریزې ډلې د موسول نه وروسته د کرکوک په ل

عراق شام اسلامي دولت ترهګریزه ډله په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

90363
عراق شام اسلامي دولت ترهګریزې ډلې د موسول نه وروسته د کرکوک په ل

عراق شام اسلامي دولت ترهګریزه ډله په عراق کې پرمختګ ته دوام ورکوي.
د عراق شام اسلامي دولت ترهګریزې ډلې د عراق د دویم لوی ښار موسول د نیول نه وروسته د کرکوک او بیجي په لورې پرمختګ پیل کړی دی.
یادې شوې ډلې د توزهورماتو په سیمه کې دوه کلي نیولي دي . همداشان د بیجي په ښار کې د وسلو او انرژۍ ټول ډیپوګان نیولي دي .
د بله پلوه د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي حکومت د توزهورماتو سیمې ته دوه غنډه ملیشې استولي دي .
د سیمې خلک د سیمې نه د وتو په حال کې دي.
په زرګونو تنو د دوهوک او اربیل ښارونو ته پناه وړې ده .
د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د عراق شام اسلامي دولت د ترهګریزې ډلې د پرمختګ د مخنیوي په خاطر د ملګروملتونو او د هیواد په شمال کي د کوردانو د فدرالي ادارې نه د مرستې غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ ۲۸ تنه ترکي لارۍ چلوونکي د موسول په ښار کې عراق شام اسلامي دولت د ترهګریزې ډلې نیول شوي ول.
ترکیه د نوموړو ۲۸ تنو د خوشې کولو په خاطر هلې ځلې کوي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو وویل چې د نوموړو ۲۸ تنو د خوشې کولو په خاطر هلې ځلې پیل شوې دي او انشاالله چې هر څه ژر به خوشې شي. داوود اوغلو وویل چې د نوموړو روغتیايي حالت ښه دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه