اسراییلو په مسجدالاقصی کې د فلسطینیانو په لمونځ کولو بندیز ولګو

77128
اسراییلو په مسجدالاقصی کې د فلسطینیانو په لمونځ کولو بندیز ولګو

د اسراییلو حکومت په مسجدالاقصی کې د فلسطینیانو په لمونځ کولو نوي بندیزونه ولګول.
د اسراییلو تلویزیون د پولیسو له قوله ویلي دي چې ددینه وروسته د غزې او لویدیځې تراړې فلسطینیانو ته مسجدالاقصی ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي او په بیت المقدس کې د میشتو فلسطینیانو نه یواځې د ۴۵ کلونو د عمر نه پورته کسانو ته په مسجدالاقصی کې د لمونځ کولو اجازه ورکول کیږي.
په خبر کې راغلي دي چې اسراییلي پولیسو په بیت المقدس کې د زوړ ښار او مسجدالاقصی په دخولي سیمو کې جدي تدابیر نیولي دي .
د ویلو ده چې د اسراییلو حکومت د ډول ډول بهانو سره وخت نا وخته په مسجد الاقصی کې د فلسطینیانو په لمونځ کولو بندیز لګوي.
همداشان په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ ځوانانو ته جومات ته د ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.


 


پيوندونه:

اړوند خبرونه