هانیه : په فلسطین کې د ملي یووالي ګډ حکومت به په لنډه موده کې ا
په غزه کې د حماس د ډلې لومړي وزیر اسماعیل هانیه وویل چې د حماس او الفتحې د ډلو ترمنځه د شوي تفاهم په چوکاټ کې د ملي یووالي ګډ حکومت په لنډه موده کې اعلان شي.
هانیه : په فلسطین کې د ملي یووالي ګډ حکومت به په لنډه موده کې اعلان شي.
په غزه کې د حماس د ډلې لومړي وزیر اسماعیل هانیه وویل چې د حماس او الفتحې د ډلو ترمنځه د شوي تفاهم په چوکاټ کې د ملي یووالي ګډ حکومت په لنډه موده کې اعلان شي.
اسماعیل هانیه د خان یونس په ښار کې د یو عسکري روغتون د پرانیستو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل کیدای شي چې د ملي یووالي ګډ حکومت یو څو ساعته او یا هم څو ورځې وروسته هر څه ژر اعلان شي.
نوموړي زیاته کړه چې د حماس ډله د ۲۰۰۷ کال راهیسې د غزې اداره په لاس کې لري او خدمت ته به دوام ورکړي. نوموړي د فلسطین خلکو ته په خطاب کې وویل که په حکومت کې ځای ولرو او یا هم ونه لرو خو بیا هم به ستاسې سره په ګډه د وطن خدمت ته دوام ورکړو.
اسماعیل هانیه د اسراییلو په زندان کې د زنداني فلسطینیانو د نه خوړو د اعتصاب په اړه وویل چې د خپل عزت او شرف په خاطر دا ستونزې ګالي. همداشان نوموړي د اسراییلو سره د سولې د مذاکراتو په اړه وویل چې مذاکرات ناشوني شوي دي او د ازادۍ ته د رسیدو په خاطر یواځنۍ لار مقامت دی.