د مصر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د عبدالفتاح السیسي لوی بری
د مصر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دفاع پخواني وزیر او په محمد مرسي کوتاه کوونکي جنرال عبدالفتاح السیسي د ۹۳ عشاریه ۴ سلنې رایو په ترلاسه کولو سره لوی بری ترلاسه کړی.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رای اچونې بهیر درې ورځې وړاندې پيل شوی وو چې نن پایته ورسید.
د السیسي د کمپاین مسولینو ویلي دي چې د رای اچونې په ۲۰۰۰ مرکزونو کې د شمیرل شوو رایو په پایله کې جنرال سیسي ۹۳ عشاریه ۴ سلنه رایې ترلاسه کړي دي . نوموړو ویلي دي چې د سیسي یواځني رقیب حمدین صباحي یواځې دوه عشاریه درې سلنه رایې ترلاسه کړي دي.
د السیسي د کمپاین مسولینو وویل چې د مصر خلکو د رایو په اکثریت سره د سیسي نه خپل پوره ملاتړ اعلان کړ او سیسي يي د مصر د ولسمشر په توګه وټاکه. د بله پلوه د سیسي یواځني رقیب حمدین صباحي د رایو د شمیرنې نه وړاندې خپله ماتې ومنله .
په مصر کې د ټاکنو کمیسیون په ټاکنو کې د ګډون کچه ۴۴ عشاریه ۴ سلنه ښودلې ده .