د اسد ځواکونو ۳۸ تنه مخالفین ووژل

په سوریه کې د اسد د ځواکونو لخوا عام وژنې دوام لري.

72542
د اسد ځواکونو ۳۸ تنه مخالفین ووژل

په سوریه کې د اسد د ځواکونو لخوا عام وژنې دوام لري.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د اسد پلوي ځواکونو د مخالفینو په سیمو په ترسره کړو مځکینو او هوايي بمباریو کې یو ځل بیا ۳۴ تنه ملکي وګړي په قتل رسولي دي .
د بله پلوه په سوریه کې د تنظیماتو سیمه ییزو کمیټې ویلي دي چې وسله والو مخالفینو د حلپ د ښار د مرکزي زندان په شاوخوا کې د اسد په ځواکونو په ترسره کړو بریدونو کې په لسګونو تنه د اسد پلوي سرتیري وژلي او یو زیات شمیر عسکري موټران يي ویجاړ کړي دي .
په څرګندونو کې راغلي دي چې ددې بریدونو نه وروسته د اسد پلوي جنګي چورلکو د حلپ په ښار کې د مخالفینو په سیمو د بیلري بمونو بریدونه ترسره کړل.
همداشان د اسد ځواکونو په دمشق کې هم د مخالفینو په یو زیات شمیر سیمو د بیلري بمونو بریدونه کړي دي .
د بله پلوه د سوریې رسمي خبري اژانس سانا هم د هیواد په یو زیات شمیر سیمو کې د مخالفینو په سیمو د بمباریو په ترڅ کې د لسګونو تنو مخالفینو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه