په مصر کې په نښتو کې یو تن محصل او درې تنه پولیس وژل شوي دي

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.

70443
په مصر کې په نښتو کې یو تن محصل او درې تنه پولیس وژل شوي دي

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.
پداسې حال کې چې په مصر کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته یواځې یوه اوونۍ پاتې ده په نوموړي هیواد کې نښتې او مظاهرې دوام لري.
په پلازمینه قاهره کې د قاهرې پوهنتون په مښکې د کودتا د مخالفینو او پولیسو ترمنځه په نښته کې یو تن محصل مړ او ۹ تنه نور ټپیان شول.
ویل کیږي په نښته کې محصلینو هم په پولیسو د هوايي فشنګونو، ډبرو او بوتلي بمونو بریدونه کړي دي .
د مصر د الازهر د پوهنتون شاوخوا ۲۵۰ تنو محصلینو د کودتاچي رژیم پر خلاف مظاهره وکړه.
همداشان پولیسو چې د مظاهره کوونکو د ویشلو هڅه کوله د نامعلوم ځایه پرې ډزې وشوې چې له امله يي لږ تر لږه درې تنه پولیس هم ووژل شول.
محصلینو ویلي دي چې په پولیسو د برید پيښه د مظاهرې د پایته رسیدو نه وروسته رامنځته شوې ده . همداشان محصلینو ویلي دي چې په هیواد کې ددې ټولو وژنو او وینو تویدونو یواځنی مسول کودتاچي رژیم دی.
د بله پلوه ناظرین وايي چې په مصر کې پوهنتونونه د کودتاچي رژیم پر خلاف د مقامت په مرکزونو بدل شوي دي .
په مصر کې د مې په ۲۶ او ۲۷ نیټو ترسره کیدونکو د ولسمشرۍ د ټاکنو په ترڅ کې د هیواد نه بهر د رای اچونې بهیر پایته رسیدلی دی .
ټول وايي چې د ټاکنو پایلې وار د مخه معلومې دي او عبدالفتاح السیسي د مصر راتلونکی ولسمشر دی.


پيوندونه:

اړوند خبرونه