د عراق په ټاکنو کې د مالکي د ګوند بری

په عراق کې د اپریل په ۳۰ نیټه د ترسره شوو پارلماني ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې.

70201
د عراق په ټاکنو کې د مالکي د ګوند بری

په عراق کې د اپریل په ۳۰ نیټه د ترسره شوو پارلماني ټاکنو رسمي پایلې اعلان شوې.
د ویلو ده چې په ټاکنو کې هیڅ کوم ګوند پدې ندي توانیدلی چې په یواځې ځان د حکومت د جوړولو په اندازه څوکۍ وګټي. په عراق کې په یواځۍ ځان د حکومت د جوړولو په خاطر لږ تر لږه ۱۶۵ څوکیو ترلاسه کول ضروري دي.
پدې ټاکنو کې د لومړي وزیر نوري المالکي په مشرۍ د قانوني دولت ایتلاف ۹۳ څوکۍ ترلاسه کړي دي . همداشان تمه کیږي چې نوري المالکي د دریم ځل لپاره هم د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.
د ویلو ده چې د اپريل د ۳۰ په ټاکنو کې د کورد وکیلانو شمیره هم ډیره شوې ده .
کوردانو د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې ۵۷ څوکۍ ترلاسه کړې وې چې پدې ټاکنو کې د څوکیو شمیره ۶۲ ته لوړه کړې ده .
همداشان سوني ګوندونو چې د ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کې د ۹۱ څوکۍ ترلاسه کړې وې پدې ټاکنو کې د څوکیو شمیره ۵۴ ته راټیټه شوې ده .
همداشان ترکمنانو بیا یواځې لس څوکۍ ترلاسه کړي دي .


پيوندونه:

اړوند خبرونه