د تورکیې نامتو غیږ نیوونکې طه اقګل د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي وګټله.
طه اقګل د هیواد ملي غیږ نیوونکي د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي وګټله

د تورکیې نامتو غیږ نیوونکې طه اقګل د دریم ځل لپاره نړۍواله اتلولي وګټله.
طه اقګل په صربستان کې د غیږ نیونې د نړیوال جام په سیالیو کې د ۱۲۵ کیلو ګرامه فری سټایل په پایلوبه کې د خپل منګولیايي سیال منختور ته ۶-۲ ماتې په ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
ملي لوبغاړي طه اقګل په صربستان کې د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
پایلوبه د اتلولۍ د جام په اوومه ورځ چې په پلازمینه بلګراد کې ترسره شوه، طه د ۱۲۵ کیلوګرامه فری سټایل په پایلوبه کې خپل رقیب سره سیالي وګړه.
د نړۍوال جام د ورځې په وروستۍ لوبه کې خپل رقیب ته په پایلوبه کې ۶-۲ په مقابل کې ماتې ورکړه، او د دریم ځل لپاره يي نړیوال اتلولي وګټله.
طحه اکګل تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم د نړۍواله اتلولي ګټلې وه.
طه اقګل چې د اولمپیک اتلولي هم لري سږ کال د هنګري په پلازمېنه بوډاپست کې د نهم ځل لپاره د اروپا د اتلولۍ هم وګټله.
په سربستان کې د غیږ نیوونې په نړۍوال جام سیالیو کې طه اقګل په دویم پړاو کې د هنګري د هیواد استازي ډینیل لیګیتي ته ۴ د صفر پر وړاندې، د کاناډا د هیواد استازي امرویر دیسی په کوارټر فاینل کې ۸ د دوو پر وړاندې او په نیمه پایلوبه کې د تېر نړیوال اتل د ایران استازي امیر زارې ته ۴ د دوو پر وړاندې ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار موندلې وه .
همداشان هغه په پایلوبه کې د منګولیا د هیواد استازي ته د ۶ د دوو پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره اتلولي وګټله.
د ګرجستان جینو پیټریاشویلي او ایراني امیر زارې په ۱۲۵ کیلو وزن کې د برونزو مډالونه وګټل.
اړوند خبرونه

د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د ملتونو د لیګ قهرماني ترلاسه کړه.
د تورکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د نړۍ قهرماني ترلاسه کړه