په تورکیه کې د اسلامي پيوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پيل شوې
تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي پیوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پرانیستې.
تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي پیوستون د لوبو پنځمې سیالۍ پرانیستې.
ولسمشر اردوغان د اسلامي پیوستون د سپورتي فدراسیون او د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په ګډون د قونیې د ښاروالۍ په لوبغالي کې د اسلامي پیوستون د پنځمو لوبو د سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د اسلامي پيسوستون د پنځمو لوبو د سیالیو پرانیستو په مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف، دد شمالي قبرس تورکي جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار، د فلسطین لومړي وزیر محمد شتیاي، د البانیا لومړي وزیر ایدي راما، د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن او د اسلامي پیوستون ورزشي فدراسیون رئیس شهزاده عبدالعزیز بن تورکي الفیصل آل سعود ګډون کړی وو.
اردوغان د اسلامي پيوستون د پنځمو لوبو په پرانیست وینا کې وویل ،
"زه د اسلامي پیوستون د پنځمو لوبو سپورتي فعالیتونه پیلوم، او د ټولو هغو کسانو ته چې پدې مراسمو کې ګډون کړی دی د خپل ځان او د خپل ملت په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم. "
پرانیست غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه. کله چې د پروتوکول غړي لوبغالي ته ورسیدل، ملي سرود وغږول شو او بیا د تورکیې بیرغ پورته شو.
وروسته په لوبو کې د ګډون کوونکو هېوادونو کاروانونو خپل بیرغونه د الفبا په ترتیب سره پورته کړل او لوبغالي ته ننوتل.
د اسلامي نړۍ یو له مهمو موسیقۍ هنرمندانو څخه ماهیر زین د اسلامي پیوستون د پنځمې لوبې د پرانیستلو په مراسمو کې یو کوچنی کنسرت ورکړ.
د شپې په جریان کې د نڅاګرانو لخوا مختلف کوریوګرافي وړاندې شوې . همداشان د رڼا او فشنګونو ځانګړي نمایشونه هم وړاندې شول. ولسي نڅا نندارې تر ټولو زیات د نندارچیانو پام ځانته اړولی وو.