ناروې د ۲۰۲۲ کال د ژمنیزو اولمپیاتو قهرماني ترلاسه کړ
ناروې د ۲۰۲۲ کال په ژمنیزو اولمپیاتو کې ۱۶ سروزرو مډالونو په ترلاسه کولو سره ریکارډ جوړ کړ.
ناروې د ۲۰۲۲ کال په ژمنیزو اولمپیاتو کې ۱۶ سروزرو مډالونو په ترلاسه کولو سره ریکارډ جوړ کړ. ناروې پدې اولمپیاتو کې تر ټولو ډیر د سروزرو کټوونکی هیواد شو.
د چین په پلازمینه بیجینګ کې د ژمنیزو اولمپیاتو په شپاړلسمې او وروستۍ ورځ کې د الپین سکیینګ ، بابسلډ، کورلینګ، هاکي او سکي ځغاستې په سیالیو کې د مډال د ترلاسه کولو په خاطر ډیره لوبغاړو خولې تویې کړې.
د الپین سکیینګ په سیالۍ کې د اتریش هیواد د سروزرو، جرمني د سپینو زرو او ناروې بیا د برنزو مډال ترلاسه کړ.
د بابسلډ د نارینو په پایلوبه کې د جرمني د هیواد لوبغاړي فرانسسکو فریدریخ د سروزور مډال، د جرمني د هیواد بل لوبغاړي جوهانس لوشنر د سپینو زرو او د کاناډا د هیواد لوبغاړي جاستین کریپس بیا د برنز مډال ترلاسه کړ.
د سکي ځغاستې د ښځو په سیالۍ کې د ناروې د هیواد لوبغاړې ترزي جوهاګ د سروزرو دریم مډال ترلاسه کړ.
همداشان د کورلینګ په سیالۍ کې انګلستان جاپان ته د ماتې په ورکولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.
د هاکي په لوبه کې بیا فنلنډ بیا روسیې ته د ماتې په ورکولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.
د ۲۰۲۲ کال په ژمنیزو اولمپیاتو کې ناروې بیا د ۱۶ سروزرو ، ۸ سپینو زرو او ۱۳ برنزو مډالو په ترلاسه کولو سره په لومړي کتار کې ځای ونیو.
دې هیواد تر ټولو ډیرو په مډالونو د ګټولو سره لومړی مقام وګټه.
د ویلو ده چې ناروې د ژمنیزو اولمپیاتو په تاریخ کې تر ټولو ډیر د سروزرو مډالونو په ترلاسه کولو سره ریکارډ جوړ کړ.
همداشان جرمني بیا د ۱۲ سروزرو، ۱۰ سپینو زرو او ۵ برنز مډالونو په ګټولو سره په دویم کتار کې ، کوربه هیواد چین بیا ۹ د سرو زرو، ۴ سپینو زرو او ۲ برنز مډالونو په ګټولو سره دریم مقام خپل کړ.
اړوند خبرونه
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.
د تورکیې ملي وزن پورته کوونکي معمر شاهین د سرو زرو مډال ترلاسه.