ترکیې د نړۍوال جام د اروپا د غوراوي په سیالیو کې تیره شپه مونتینګرو ته ماتې ورکړه

د ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د نړۍوال جام  لپاره د اروپا د غوراوي د سیالیو په ( جي ) ګروپ په وروستۍ لوبه کې مونتینګرو ته ۲ د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

1734868

همداشان پدې سیالیو کې بیا هالنډ لوبډلې د ناروې لوبډلې ته ۲ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره په ګروپ کې لومړی مقام او ترکیې لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.

ترکیې لوبډلې پدې ډول د پلې اف په لوبو کې د سیالۍ حق ترلاسه کړ.

د ویلو ده چې د ترکیې ملي لوبډلې تیره شپه د مونتینګرو لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه. د ترکیې د لوبډلې لپاره لومړنی ګول د سیالۍ په ۲۲ مه دقیقه کې کرم اق ترک اوغلو او دویم ګول بیا د سیالۍ په ۶۰ مه دقیقه کې اورکون کوکچو وواهه.

همداشان د مونتینګرو د لوبډلې ګول بیا د سیالۍ  په دریمه دقیقه کې فاتوس بیکراج وواهه.

د ګروپ په بله سیالۍ کې بیا هالنډ ناروې ته ۲ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د ګروپ مشري وګټله.

هالنډ لوبډله د ۲۳ لمبرو په ترلاسه کولو سره د جي  ګروپ لومړی او ترکیې بیا د ۲۱ لمبرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ. همداشان ترکیې د پلې اف ټکټ هم ترلاسه کړ.

ناروې لوبډلې به د ۱۸ لمبرو سره د ۲۰۲۲ کال د نړۍوال جام په سیالیو کې د ګډون حق د لاسه ورکړ.

اړوند خبرونه