د ترکیې د معیوبینو  د فوټبال ملي‌ لوبډلې  د دویم پرله پسې ځل لپاره د اروپا اتلولي‌ وګټله.

د ترکېې د معیوبینو د فوټبال لوبډله په پرله پسې ډول د دویم ځل لپاره د اروپا اتله شوه

1707833
د ترکیې د معیوبینو  د فوټبال ملي‌ لوبډلې  د دویم پرله پسې ځل لپاره د اروپا اتلولي‌ وګټله.

 

د ترکیې د معیوبینو د فوټبال لوبډلې د اروپا د اتلولیو لیګ د سیالیو په چوکاټ کې په پایلوبه کې د اسپانیا ملي‌ لوبډلې ته ۶ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره د اروپا  اتلولي‌ ترلاسه کړه.

د ویلو ده چې د ترکیې د معیوبینو د فوټبال لوبډلې د اروپا د اتلولیو د لیګ په چوکاټ کې خپله لومړنۍ لوبه د ګرجستان د لوبډلې سره کړې وه چې ګرجستان لوبډلې ته ۱۰ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

دویمه لوبه يي د ایټالیا د لوبډلې سره وکړه چې ایټالیا سره لوبه يي هم د ۱۱ لمبرو په توپیر سره وګټله.

دریمه لوبه يي د ایرلنډ د هیواد سره وکړه. د ایرلنډ لوبدلې ته ۴ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه .

همداشان د ترکیې د معیوبینو لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د روسیې لوبډلې ته ۵ د ۲  په مقابل کې د ماتې په ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

همداشان نن  چې د ترکیې د غازیانو د ورځې سره سمون خوري‌  د ترکیې د معیوبینو د فوټبال ملي‌ لوبډلې د ترکیې ټولو غازیانو او معیوبینو ته یو بل ستر افتخار په برخه کړ.

ترکیې د معیوبینو ملي‌ لوبډلې ۶ د صفر په مقابل کې د اسپانیا د لوبډلې د ماتولو سره  د اروپا اتلولي‌ خپله کړه. پدې ډول د دویم پر له پسې ډول سره د اروپا اتلولي‌ ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه