ترکیې د فوټبال ملي لوبډلې جبل طارق هیواد لوبډلې ته ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه
د ترکیې فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړۍوال جام ته د لارې پيدا کولو په خاطر د اروپا په غوراوي سیالیو کې یو بل ګام هم پر مخ لاړل


د ترکیې د فوټبال ملي لوبدلې د ۲۰۲۲ کال په نړۍوال جام کې د ګډون د حق د ترلاسه کولو په خاطر په اروپا کې د غوراوي سیالیو په ترڅ کې په جي لوبډله کې خپله پنځمه لوبه د جبل طارق لوبډلې ته ۳ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
پدې لوبه کې د ترکیې ملي لوبډلې لومړنی ګول په ۵۴ مه دقیقه کې، دویم ګول په ۶۵ مه دقیقه کې او دریم ګول په ۸۳ دقیقه ترلاسه کړ.
ترکیې ملي لوبډلې ددې لوبې په ګټولو سره خپلې لمبرې ۱۱ ته لوړې کړې.
د ترکیې ملي لوبډله به خپله راتلوونکې لوبه د سې شنبې په شپه د هالنډ د لوبډلې سره وکړي.
د بله پلوه د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اروپا د ۲۰۲۱ کال د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې په نیمه پایلوبه کې د صربستان د لوبډلې پر وړاندې ماتې سره مخامخ شوه.
د ترکېې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اتلولۍ د دریم مقام په خاطر د هالنډ د هیواد ملي لوبډلې سره سیالي وکړه چې هالنډ لوبډلې ته يي ۳ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره دریم مقام خپل کړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد د والیبال ښځینه ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې د دریم مقام د ګټولو له امله مبارکي ویلې ده .
اړوند خبرونه
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام قهرماني ارجنټاین وګټله.
میسي د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړۍوال جام سیالیو کې څو ریکارډونه ترلاسه کړل
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو لومړۍ لوبې په قطر کې بشپړې شوې.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په ۸ ګروپونو کې د ۱۶ لوبو له ډلې ۵ یې مساوي پای ته ورسېدې.