د ترکیې د والیبیال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې تاریخي بریالیتوب ترلاسه کړ

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې خپله ۷ لوبه هم وګټله

1700401
د ترکیې د والیبیال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې تاریخي بریالیتوب ترلاسه کړ

د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې  په کواټر فاینل کې  د پولنډ لوبډلې ته ۳ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

د ویلو ده چې د ترکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې  تر اوسه پورې ۷ لوبې کړي او ټولې ګټلي‌ دي.

د ترکیې ملي‌ لوبډلې لومړی سیټ ۲۵ د ۱۸ په مقابل کې وګټله.

همداشان دویم سیټ يي بیا ۲۵ د ۱۴ په مقابل کې او دریم  سیټ يي بیا ۲۵ د ۲۳ په مقابل کې وګټه.

ترکیې ملي لوبډلې  په کواټر فاینل کې  لوبه کې پولنډ ته د ماتې په ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په نیمه پایلوبې  کې د ترکیې رقیب سبا د سربستان او فرانسې د لوبډلو ترمنځه د سیالۍ نه وروسته معلومیږي.

ددې سیالۍ ګټوونکی به د ترکیې سره بیا د نیمه پایلوبې لپاره سیالي‌ وکړي.



اړوند خبرونه