د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې یو بل ډیر مهم بری ترلاسه کړ.
د ترکیې د والیبال ښځینه ملي لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې کواټر فاینل ته لار پيدا کړه

د ترکیې د والیبال ملي ښځینه لوبډلې د اروپا د اتلولیو په سیالیو کې خپله شپږمه پرله پسې لوبه هم وګټله او کواټر فاینل ته لار پيدا کړه.
د والیبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د اروپا د اتلولیو د سیالیو په چوکاټ کې خپله شپږمه لوبه د چک هیواد پر وړاندې ۳ د صفر پر مقابل کې وګټله.
د ویلو ده چې ترکیې تر اوسه پورې شپږ لوبې کړي دي چې ټولې ګټلي دي.
د ترکیې د والیبال ملي لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي د رومانیا سره ، دویمه د اوکراین ، دریمه لوبه د سویډن ، څلورمه د فنلنډ ، پنځمه د هالنډ او شپږمه د چک د هیواد د ملي لوبډلې سره وکړه.
ترکیې شپږ واړه سیالۍ په پرله پسې ډول سره وګټلې . ترکیې پرون د چک د لوبډلې په ماتولو سره کواټر فاینل ته لار پیدا کړه.
د ترکیې د والیبال لوبډله د اروپا د اتلولۍ د جام پر لورې ګام په ګام نږدې کیږي.
اړوند خبرونه
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړۍوال جام قهرماني ارجنټاین وګټله.
میسي د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړۍوال جام سیالیو کې څو ریکارډونه ترلاسه کړل
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو لومړۍ لوبې په قطر کې بشپړې شوې.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په ۸ ګروپونو کې د ۱۶ لوبو له ډلې ۵ یې مساوي پای ته ورسېدې.